خبرونهمقاله|تحلیل

ولې په افغانستان کې جګړه بېرته ډېرېدی شي؟

د خبر مهمې
  • افغانان خپلې او د نورو پخوانۍ تېروتنې بیا بیا تکراروي
  • په افغانستان کې وسله واله ترهګري او افراطیت واقعن شته
  • طالبان خپل مخالفین وسله وال مقاومت ته اړباسي
  • په سیمه کې شرایط هم داسې کېږي چې په افغانستان کې جګړه ترې تغذیه شي

داکتر صابر متین

دا خبره تکراري ده چې په افغانستان کې تاريخ تکرارېږي. د دې خبرې علمي یا منطقي سموالی یا ناسموالی پر خپل ځای، خو دا ترې روښانه ده چې افغانان له پخوانیو تېروتنو زده کړه نه کوي، هغه يې که خپلې وي او که د نورو.

د افغانستان تاریخ ښيي چې زموږ تر سترګو تېرې شوې تجربې او تېروتنې تقریباْ کټې مټې په تېرو لږ تر لږه دوو پېړیو کې بیا بیا تکرار شوې.

پر افغانستان اوسني واکمن طالبان دوې لسیزې وړاندې هم تقریباْ په ورته شرایطو کې له ورته پالیسو سره واکمن وو. د دوی لومړی پړاو واک په معاصره نړۍ کې د اختناق او افراطیت کم‌ساری واک و چې حتی خپله طالبان پرې شرمېږي او بیا بیا وايي چې اوس بدل شوي.

د تېر له مطالعې دا څو دلایل ښيي چې افغانستان کې بېرته تاوتریخوالی او جګړه راګرځي:

زور او انحصارطلبي: دطالبانو د حکومت اوسنی رسمي دریځ دا دی چې سولې او خبرو ته هېڅ حاجت نشته. د دې معنا دا ده چې که څوک له دوی سره مخالفت لري یا غوښتنې لري، نو یوازينۍ لاره ورته زور او جګړه ده.

طالبان ښايي د دې لپاره ګڼ دلایل ولري چې غواړي په یوه لاس یوازې د خپلې ډلې حاکمیت په زور وساتي. د دغو دلایلو یو دودیز روایت دا هم کېدی شي چې په افغانستان کې زورور مرکزي او یو لاس حاکمیت په کار دی تر څو خلک سر پورته کولو او اغتشاش او نفاق ته پرې نږدي. پر زور يې تکیه په دې خاطر ده چې د خپلې محاسبې له مخې خپل مخالفین تیت پرک شوي، شړل شوي، تښتېدلي او ځان په واک او ځواک کې ويني.

خو طالبان دا دودیز روایت هم هېروي چې په زور کلي نه کېږي. د زور او اختناق حاکمیت چې څومره اوږدېږي کرکه، عقدې او د غچ تنده ډېرېږي. دوی خپله لږ تر لږه زرګونه په جنګي مهارتونو سمبال کسان شړلي، ځپلي او تېښتې ته اړ کړي. د ملي امنیت، ځانکړو قطعاتو او نورو روزل شوو ځواکونو نیولې په لوړو زده کړو او مهارتونو تر سمبال لږ تر لږه زرګونو ملکيان د طالبانو په مخالفينو کې دي چې تر طالبانو په مراتبو ډېر په چريکي جګړو او زیان اړولو کې تکړه دي او تجربه لري. نو دا ښکاره ده چې که دا کسان پخلا او جذب نشي، نو که ژر نه وي، په نږدې راتلونکي کې به دوی تاوتریخوالي ته لاس اچوي.

طالبان حتی هغه پخواني جهادي او ګوندي او سیاسي مشران چې اوس یوازې په خپل هېواد کې اوسېدو او هلته په عزت مرګ غواړي او نور د هېڅ سیاسي امتیاز او فعالیت لېوالتیا نه لري هم په خپل ملک اوسېدو ته نه وربولي. دا کسان هم د خپلې راتلونکې لپاره نور لاس په کار کېږي.

ترهګري او افراطیت:

داعش له وړاندې په افغانستان او سیمه کې عمده امنيتي خطر دی. پر داعش سربېره په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي او افراطيت خپروونکو مرکزونو او د مرکزي آسیا، چین او سیمې له حکومتونو خپه شوې ګڼې ډلې او د هغوی پلویان او هم‌فکران هم حضور لري. دا کسان وسلو ته هم لاسرسی لري او د اړیکو له مخې له شبکو سره وصل هم دي. شواهد دا هم ښيي چې د القاعدې په څېر سازمان له مخکښو مشرانو رانیولې د ترکمنستان تر اسلامي غورځنګ او نورو ورته ډلو پورې جنګیالي اوس د طالبانو له حکومتي سیستمه بهر دي او حتی له طالبانو ځان مصؤن نه حس کوي. د دغو ډلو د بې وسلې کولو او د دوی د وسله والې مبارزې د علتونو د له منځه تګ څه نښې نه ښکاري نو د دوی تاوتریخوالی هم ډېرېدونکی دی.

د طالبانو خپل افراطیت هم د تاوتریخوالو ډېرېدو او جګړې لامل کېږي. بېلابېل هغه ملایان چې اوس زرګونه کسان ورته راټول وي او د طالبانو د نظام په پلوۍ افراطي څرګندونې کوي په ښکاره د نورو ډلو، مذهبونو، لږه کیو او نورو فکرونو په مقابل کې تاوتریخوالی هڅوي. د بېلګې په ډول د سلفیت خلاف افراطي تبلیغات، د تبلیغیانو په ګډون د بېلابېلو مذهبي ډلو خلاف څرګندونې او دغه راز د ډلو او مذهبونو خلاف تبلیغات او کرکه خپرول چې دا عقدې را پیدا کوي او دا عقدې به په یوه نه یوه بڼه سړېږي.

طالبان یو سره بندیزونه لګوي، د ښځو پر زده کړو او کار او موسيقۍ د دوی له بندیزونو را نیولې حتی د دوی له فکر پرته د نورو پر فکر او کتابونو بندیز ټول د دې لامل کېږي چې هر غیر طالب افغان ځان له طالب سره په ټکر، تاوتریخوالي او جګړه کې وګوري.

په سیمه او نړۍ کې اندېښمنوونکې نښې: په منځني ختیځ کې د اسرائیل او امریکا زړه بوږنوونکو جنایتونو سیمه او ټوله نړۍ د تاوتريخوالي قوي احتمال ته مخامخ کړې. د چين او امریکا ټکر له یوې خوا، په سیمه کې د روسیې او ایران تحرکات له بلې خوا او چين ته د طالبانو بې فکره او بې تدبیره نږدې کېدل له بلې خوا ټول ښيي چې افغانستان په ناخواسته ډول له لویدیځ بلاک سره ځان مخ کوي. بلخوا پاکستان لا هم د پراکسي یا لاسپوڅو ډلو په وسیله د ستراتیژیکو موخو تر لاسه کولو سیاست نه پرېږدي نو که نور ټول علتونه له یاده هم وباسو، همدا واقعیتونه بس دي چې افغانستان کې بیا تاوتریخوالی ډېر شي.

له ټولنیز سمسمکي، پراخ بنسټه روغې جوړې، هر اړخیز سیاسي او ټولنیز سوله‌ييز ادغام او یوه پراخ بنسټه منل شوي نظام پرته شته درزونه او توپیرونه لا پراخېږي او د تاوتريخوالي او کورنۍ جګړې په لور د افغانستان مزل لا ګړندی کېږي. اوس تر بل هر وخت ډېر د دې وخت را رسېدلی چې طالبان پر دې ثابت شوي واقعیت جدي فکر وکړي چې یوازې د زور او ضد له لارې داسې وېشل شوی او د یوه حتمي تاوتريخوالي او اړو دوړ په ژۍ ولاړ ملت نشي راټولولی.

اړوندې مقالې

Back to top button