خبرونهمقاله|تحلیل

په غزه کې د اسرائیل د توکم‌وژنې په اړه لومړنۍ پرېکړه

د خبر مهمې
  • نړیوالې محکمې د اسرائیل پر ضد توکم‌وژنې قضیې لومړی حکم صادر کړ
  • اسرائیل ته د یو شمېر عاجلو اقداماتو امر وکړ؛ خو اوربند پکې نشته
  • اسرائیل او امریکا يې نه مني خو اکثریت نورو لورو يې د پلي کېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو اړوند په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې اسرائيل ته په غزه کې د یو لړ بيړنیو اقداماتو امر وکړ، که څه هم هلته د يې د بيړني اوربند پرېکړه چې تمه یې کېده صادره نکړه.

د ملګرو ملتونو د لوړې محکمې قاضي جووَن داناهوف د هغې قضیې په اړه لومړنۍ پرېکړه ولوسته چې د اسرائيل پر ضد سوېلي افريقا په غزه کې د توکم‌وژنې په اړه وړاندې کړې وه او دا قضیه یې د خپل صلاحیت برخه وبلله. مخکې اسرائیل ګوت‌څنډنه کړې وه چې له دې قضیې سره دې کار نه لري.

په پرېکړه کې د بيړني اوربند نشتوالی دا ښودنه هم کوي چې په یو ډول يې په غزه کې روانه جګړه د اسرائیل حق بللی خو پر ډول يې پرېکړه کړې. ځکه اسرائیل خو له دې وړاندې هم ویلي چې هڅه کوي چې ملکیانو ته زیان وانه وړي او دا چې د نړیوال قانون پلویتوب کوي.

دا قضیه د هالنډ په هاګ کې د عدالت د نړیوالې محکمې ته سوېلي افريقا وړاندې کړې وه او اسرائیل يې د فلسطینیانو خلاف په توکم‌وژنه تورن کړي وو.

په دې لومړنۍ پرېکړه کې چې د یادې محکمې قاضي جون داناهو لوستله اسرائیل ته امر شوی چې د ټولو هغو اقداماتو مخه ونیسي چې نسل‌وژنه کې راتلی شي، لکه د فلسطينیانو وژل، دوی ته د فیزيکي او فکري ځور په څېر اقدامات.

په پرېکړه کې د اسرائيل پوځ ته هم د هر ډول نسل‌وژونکو اقداماتو د مخنيوي امر شوی. د هغو څرګندونو د مخنيوي او سزا ورکولو پرېکړه هم شوې چې پّ غزه کې د نسل وژنې لمسوونکي بلل کېږي. پر دې ټولو سربېره اسرائیل مکلف شوي چې د بشري مرستو د اجازې لپاره اقدام وکړي. له اسرائیل دا هم غوښتل شوي چې د هغو اسنادو له منځه وړل ودروي چې د توکم‌وژنې په قضیه کې په کار دي او په یوه میاشت کې دننه باید محکمې ته ریپوټ هم وړاندې کړي.

اسرائیل چې په غزه کې د توکم‌وژنې تورونه ردوي د عدالت نړیوالې محکمې ته يې د دغې قضيې له وړاندې کېدو سره مخالفت کړی و، خو د نړیوالې محکمې مشرې قاضي جون ډاناهو د دغې قضيې په اړه پرېکړه د یادې محکمې صلاحیت وباله او ويې ویل چې دا قضیه له اجنډا نه لېرې کوي.

که څه هم داسې تمه وه او سوېلي افريقا یې غوښتنه هم کړې وه خو د محکمې په لومړنۍ پرېکړه کې بيړنی اوربند نه و. دا ښايي هم د سوېلي افريقا او غزې لپاره اندېښمنوونکې وي. خو له بلې خوا له ټولو اوولس قاضیانو تقریبا ټولو – په ځینو مواردو کې له یوه یا دوو پرته –پرېکړه کړې چې اسرائیل باید هر هغه څه ودروي چې په نسل‌وژنه کې راځي.

که څه هم دا د نسل وژنې په اړه وروستۍ پرېکړه نده او ښايي په دې اړه وروستۍ پرېکړه کلونه وخت ونیسي.

د دغې محکمې پرېکړه الزامي هم ده خو داسې میکانیزم نشته چې عملي یې کړي.

خو د عدالت د نړیوالې محکمې ننۍ پرېکړه د سوېلي افريقا لپاره په نړیواله کچه ديپلوماتیکه بریا بلل شوې.

له دې پرېکې وروسته د سوېلي افريقا د نړیوالو اړیکو او همکارۍ وزیرې نالېدي پانډور خبریالانو ته په خبرو کې د دې پرېکړې په خاطر له یادې محکمې مننه وکړه او ویې ویل هیله لري چې د اسرائیل ځواکمن ملاتړي دوی ته مشوره ورکړي چې دغه پرېکړه عملي کړي.

د فلسطين د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې د عدالت د نړیوالې محکمې قاضیانو واقعیتونه او قوانین ارزولي او د بشریت او نړیوال بشري قانون په ګټه یې پرېکړه کړې.

اسرائیل په رټ د توکم‌وژنې تورونه ردوي او داسې ښکاري چې په دې اړه د یادې محکمې د قاضیانو پرېکړې هم ردوي. له بلې خوا د عدالت نړیواله محکمه هم د خپلو پرېکړو پلي کولو ته وسایل په لاس کې نه لري.

د حماس د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۸۳ کسان وژل شوي او څلور سوه شاوخوا ټپیان دي.

له دې سره له اکتوبر میاشتې راهیسې د ټولو وژل شوو فلسطينیانو شمېر له ۲۶ زرو واوښت.

غبرګونونه

سوېلي افريقا چې په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته يې په غزه کې د اسرائیل لخوا د توکم‌وژنې اړوند قضیه وړاندې کړې وه په دې اړه لومړنۍ پرېکړه بریا ګڼي او وايي د اسرائیل په ګډون ټول هغه لوري چې دغه محکمه په رسمیت مني باید دې پرېکړې ته درناوی وکړي.

د سوېلي افريقا ولسمشر سېرېل راماپوسا ویلي تمه لري چې اسرائیل به د داسې دولت په توګه چې ځان دیموکراسي بولي او ادعا کوي چې د قانون واکمنۍ ته درناوی لري باید دغه پرېکړې ومني.

ده ویلي، ځینې وايي چې موږ باید ځان نه وی ښکېل کړی او د نورو په چارو کې مو ګوتې نه وهلې، خو موږ داسې خلکو ته په توګه خپل ځای ښه پېژنو چې د محرومیت، تبعیض او د دولت په زور تاوتریخوالي درد رامعلوم دی.

خو اسرائیل وايي، سوېلي افريقا په دې ځای کې وبایلله چې سملاسي اوربند په پرېکړه کې نه و.

که څه هم د سوېلي افريقا د بهرنیو چارو وزیره نالېدي پانډور چې له محکمې بهر یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، محکمه اړ ده چې په خپل قضاوت کې ډېر احتیاط وکړي، خو ډېرې روښانه لارښوونې يې وکړې.

دا وايي، فکر کوي چې د دغې پرېکړې د عملي کولو لپاره باید چې اوربند وي. له اوربند پرته به د پرېکړې عملي کېدل شوني نه وي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم دغې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، د توکم‌وژنې تورن نه یوازې ناسم دی بلکه ظالمانه دی.

دی وايي، نړیوال قانون ته د اسرائیل ژمنتیا کلکه ده. په همدې اندازه د خپل هېواد او وګړو دفاع ته يې هم ژمنه کلکه ده او دا حق لري چې د ځان دفاع وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د توکم‌وژنې تورونه بنسټ نه لري او په غزه کې د اسرائیل اقدامات يې د ځان دفاع بللې. که څه هم د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د شخړو په سوله‌ييز حل کې د عدالت د نړیوالې محکمې رول مهم بللی.

مصر چې د حماس او اسرائيل تر منځ منځګړتوب او د یرغملو د خلاصون په هڅو کې پام وړ رول لري د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړه ستايي خو د هغې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه يې کړې. مصر ویلي چې په غزه کې د سملاسي اوربند لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې د غږ اوچتولو تمه هم لري.

د فلسطين یو شمېر ملاتړو هم له دغې محکمې بهر ټینګار کړی چې دوی د سملاسي اوربند تمه لرله.

فلسطينی اميني ابراهيمي وايي ډېر خپه دی ځکه چې د فلسطين خلک له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې تر اشغال لاندې دي او دا یوازينۍ لاره وه چې له دې لارې يې عدالت تر لاسه کولی شو.

مصری سمېع بهجت وايي، دا هغه څه نه وو چې دوی یې تمه لرله او باید سملاسي اوربند شوی وی.

د هالنډ په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې د اسرائیل خلاف د سوېلي افريقا د قضیې په لومړني حکم کې امر وکړ چې اسرائیل باید په خپل ټول وس او توان داسې څه وکړي، چې د فلسطینیانو وژل کېدو مخه ونیوله شي.

په پرېکړه کې راغلي چې اسرائیل باید یقیني کړي، چې پوځیان یې د توکمیزې ډلوژنې هېڅ فعالیت نه کوي.

پر دې سربېره، اسرائیل باید د خلکو داسې هر ډول څرګندونو مخه ونیسي او سزا ورکړي، چې فکر کېږي په غزه کې توکمیزه ډلوژنه ورسره تحریکېږي.

د محکمې په پرېکړه کې دا هم راغلي وو چې اسرائیل باید بشري مرستو ته لاسرسي باوري کړي او د داسې ثبوتونو له منځه وړلو مخنیوی هم وکړي، چې د توکمیزې ډلوژنې په قضیه کې کارول کېدای شي.

محکمې له اسرائیل غوښتي وو چې باید د دې امر په یوه میاشت موده کې رپوټ ورکړي.

که څه هم دا د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده او فکر کېږي چې د توکم‌وژنې اړوند د دغې محکمې وروستۍ پرېکړه صادرېدل ښايي کلونه وخت ونیسي.

اړوندې مقالې

Back to top button