خبرونهمقاله|تحلیل

د ډېورنډ په اړه له مودو وروسته د طالبانو د چوپتیا ماتېدل

د خبر مهمې
  • ډېورنډ فرضي کرښه بلل له پاکستان سره د طالبانو ستراتیژیک مخالفت ښيي
  • پاکستان د رسمي سرحد په توګه د ډېورنډ کرښې حتمي کولو سیاستونه پیل کړي
  • افغانان د پاکستان یرغلیزو سیاستونو غوسه کړي؛ طالبانو ښايي دا درک کړې وي

د طالبانو د حکومت د سرحدونو وزیر ملا نورالله نوري تورخم ته په سفر کې ویلي چې له پاکستان سره پوله نه، بلکه فرضي کرښه لري او دا چې پر دې کرښه وخت ناوخت ستونزې رامنځ‌ته کېږي.

د هغه ټکي دادي: “…پاکستان سره موږ فرضي‌ ډېورنډ کرښه لرو، موږ له دوی سره کوم رسمي سرحد نه لرو، موږ له دوی سره خپله صفري‌ نقطه نه لرو، زموږ او د دوی مابین [ترمنځ] یوه فرضي‌ کرښه ده.”

ملا نورالله نوري چې د طالبانو په تېر حکومت کې هم مهم چارواکی و دا هم ویلي چې دغو ستونزو ته متوجې دي.

تورخم هغه دروازه ده چې له لس ورځني ځنډ وروسته پرانستل شوې او هره ورځ پرې سلګونه افغانان چې له پاکستانه په زوره ایستل کېږي هم افغانستان ته ستنېږي.

اهمیت یې

د دغې وینا مهم‌والی په دې کې هم دی چې تازه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر چې په دغه هېواد کې تر ټولو ځواکمن کس بلل کېږي، ویلي و چې د یوه پاکستاني‌ خوندیتوب له ټول افغانستانه غوره بللی. افغانان چې په رسمیت منل شوی دولت نه لري او د طالبانو حکومت هم چې تر ډېره په پاکستان کې جوړ شوی او له هغه ځایه يې راپورته شوی د پاکستان د ژور نفوذ وېره لري، دا تمه لري چې طالب چارواکي په ورته مواردو کې غبرګون وښيي.

عاصم منیر ویلي وو چې “کله چې د یوه پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدای شي.”

د پاکستان د پوځ مشر دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه هم پارولي.

عاصم منیر دا هم ویلي و، کله چې پاکستان د یوه خپلواک هېواد په توګه په ملګرو ملتونو کې د رایې اچونې لپاره وړاندې شو، افغانستان یوازینی هېواد و چې د پاکستان د خپلواکۍ مخالفت یې کړی. د هغه دا وینا ښيي چې د پاکستان په اصلي دکترين کې افغانستان ته زیان اړول او دښمني لومړیتوب دی.

که څه هم د پاکستان ورته یرغلیزو او توندو دریځون ته د طالبانو حکومت چارواکي ډېر وخت په زغرده غبرګون نه ښيي. حتی په ټولنیزو شبکو د طالبانو پلوي هغه ملایان چې له ورایه پرې د پاکستان اغېز څرګند دی په ورته مواردو کې د افغانستان او پاکستان خلک یو ګڼي او هڅه کوي چې د پاکستان خلاف پر طالبانو رواني فشارونه کم کړي.

د پاکستان له جوړېدو راهیسې، په افغانستان کې تر اوسه هېڅ نظام دغه کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده منلې. د افغانستان د هر حکومت واکمن ټینګار کوي چې د دغې کرښې په اړه پرېکړه باید دواړو غاړو ته پراته خلک وکړي، نه حکومتونه.

خو پاکستان ډیورڼد کرښه له افغانستان سره رسمي پوله ګڼي او دا تېرو کلونو کې سلګونه کیلومتره اغزن تار هم پرې غځولی. که څه هم پرې د پرتو د تګ راتګ پر دروازو وخت ناوخت ستونزې راولاړېږي.

که څه هم پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره په پراخ لاس هغه سیاستونه عملي کړل چې د دوی په نظر له افغانستانه يې د پاکستان زیانمنېدل ډېر کړي وو. دوی هڅه وکړه چې ډېورنډ د یوه سرحد په توګه کلک کړي او دغه راز وېزه او پآسپورت پرې حتمي کړي. دوی په لوړه بیه دا کارونه کوي. پر دې کرښه د تګ راتګ عمده لاره تورخم دروازه يې تېره میاشت له لسو ورځو ډېره وتړله چې له امله یې دواړه غاړو ته پراخ مالي زیانونه هم واوښتل. خو دوی غواړي چې هغه څه شوني کړي چې یوه سرحد ته په کار ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ ظاهري ناندرۍ هم وروسته له هغه ډېرې شوې چې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې بريدونه ډېر کړل. که څه هم د ټي ټي پي له تازه ویناوو ښکاري چې دوی د پاکستان پر حکومت بریدونه نه کوي. ځکه پر ټاکنو او سیاسي ګوندونو یې برید کول رد کړل. نو له دې ښکاري چې دوی هم یوازې د عامه افکارو په خاطر ورته بریدونه کوي او په ظاهره ښيي چې د پاکستان د پوځ مخالفين دي. بلخوا د پاکستان چارواکي تل ادعا کوي چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو حکومت دغه ډول څرګندونې “بې بنسټه” بولي.

پاکستان د خپلې هغې موخې پوره کولو لپآره چې له افغانستانه خپله زیانمنتیا کمه کړي د ۲۰۲۴ له اکټوبر راهیسې چې پاکستاني چارواکو له خپل هېواده د “بې اسنادو” افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، له پنځو لکو ډېر افغانان يې هم افغانستان ته ور ایستلي.

همدا اوس په سخت ژمي کې هم دا لړۍ روانه ده. د کډوالو او بيا راستنېدونکو وزارت هره ورځ په سختو شرایطو کې د سلګونو او زرګونونو افغانانو د ور ایستل کېدو خبر ورکوي. که څه هم په دغو کډوالو کې هغه کورنۍ نشته چې د پاکستان حکومت او پوځ یې وخت ناوخت په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره کاروي.

اړوندې مقالې

Back to top button