خبرونهمقاله|تحلیل

د ایران او امریکا پوځي ناندرۍ او سیمه

په عراق او سوریه کې په ۸۵ هدفونو د امریکا له بریدونو سره داسې ښکاري چې د ایران او امریکا د ټکر له امله رامنځته کېدونکې سیمه‌یيزه جګړه لا پراخه نشي. ځکه دواړه لوري ټینګار کوي چې جګړه نه پراخوي. دواړو لورو مخامخ هم پر یوه بل بریدونه نه دي کړي.

د امریکايي ځواکونو مرکزي قومانداني یا سېنټ کام وايي، وايي د ایران د اسلامي انقلاب ساتي ځواک قدس څانګه او له دوی سره تړلې ملېشې د عراق او سیمې ثبات او د امریکایانو خونديتوب ته نېغ ګواښ دی.

د سېنټ‌کام قوماندان جنرال مایکل کورېلا چې په منځني ختیځ او سیمه کې د مېشتو ځواکونو قومانده ورسره ده زیاتوي چې هر هغه اقدام کوي چې د خپلو خلکو د خوندي کولو لپاره په کار وي او هر هغه څوک حساب ته راکاږي چې د دوی خونديتوب ګواښي.

دغې قوماندانۍ دا ټکي په عراق او سوریه کې په ۸۵ اهدافو له بریدونو وروسته کارولي. د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې دا بریدونه به دوام کوي خو دا يې هم ویلي چې د جګړې غوښتونکي نه دي. دا بریدونه د تېرې یکشنبې هغو بریدونو ته غبرګون و، چې درې امریکايي پوځیان پکې ووژل شول.

غبرګونونه

عراق ویلي چې د امریکا د تېرې شپې بریدونو کې په عراق کې د ملکيانو په ګډون شپاړس کسان وژل شوي او (۲۵) نور ټپيان شوي. د عراق د حکومت یوه ویاند د ایران له ملاتړه د برخمنو دغو ملېشو او ګټو په نښه کېدل د عراق د حاکمیت تر پښو لاندې کول ګڼلي او ویلي يې دي چې دې عراق او سیمه د کشالې په څنډه درولي. د عراق د حکومت یوه ویاند باسم العوادي ویلي دغو بریدونو هغه ځایونه هم په نښه کړي چې د دوی ځواکونه پکې مېشت و. هغه په ټولو لورو غږ کړی چې د دوی خاوره دې یو بل ته د پیغامونو د ورکولو او زور ښودلو لپاره نه کاروي.

 د عراق د بهرنیو چارو وزارت په بغداد کې د امریکا سفیر هم په دې اړه د اعتراض په خاطر احضار کړی.

ایران بیا دغه بریدونه په کلکه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه وینا پاڼه کې دا بریدونه د دواړو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تخطۍ بللې. هغه ویلي دا بریدونه د امریکا بله ستراتیژیکه تېروتنه ښيي چې د ده په وینا په سیمه کې به کړکېچ او بې‌ثباتي ډېر کړي.

سوریې هم امریکا تورنه کړې چې په منځني ختیځ کې جګړې ته لمن وهي. د سوریې بهرنیو چارو وزارت په سوریه او عراق کې د امریکا بریدونه غندلي او کښلي يې دي چې امریکا په خپل وسله وال ځواک یو وار بیا نړیوال امنیت او سوله وګواښل او په سیمه کې د جګړې اور بلوي. سوریه په خپله خاوره د امریکايي ځواکونو حضور اشغال ګڼي او مخالفت یې کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په ټولو لورو غږ کړی چې د دغې شخړې د غټېدو مخه ونیسي. جوزېف بورېل ټینګار کړی “هر څوک باید هڅه وکړي چې دغه حالت تر چاودېدونکي بریده ونه رسېږي”.  

کلپ”زه فکر کوم هغوی چې په امریکايي اډو بریدونه کوي باید پوه شي چې دا په اور تېل شیندل دي او زموږ ګډه موخه باید دا وي چې د تيتېدو مخه ېې ونیسو”.

هغه که څه هم د امریکا بریدونو ته مخامخ اشاره نه ده کړې خو منځنی ختیځ يې داسې اېشېدونکي لوښي ته ورته بللی چې چاودېدلی شي.

د برېتانیا حکومت په خپل غبرګون کې ځان د امریکا کلک ملاتړی بللی او ویلي يې دي چې بریدونو ته د ځواب ویلو لپاره د امریکا د حق ملاتړ کوي او ایران یې په ټوله سیمه کې په بې‌ثباته کوونکو کړنو تورن کړی.

د آسټریا د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شالېنبرګ هم له ټولو لورو غوښتي چې د شخړې د سترېدو مخه ډب کړي.

“دا ستره اندېښنه ده او زموږ غوښتنه دا ده چې د غټېدو مخه يې دې ډب شي او د خبرو او ديپلوماسۍ غوښتنه کوو. دا یوازينۍ لاره ده چې په منځني ختیځ کې د حالت د آرامېدو لامل کېدی شي”.

داسې ښکاري چې د دغه برید تمه له وړاندې کېده او اوس به ایران هم خپل زیانونه او د ځواب ورکولو ښې او بدې سنجوي. که څه هم ویل کېږي ایران د قدس ځواکونو مخکښ مشران او هم‌ټلوال له خطره مخکې له مخکې بچ کړي وو، خو د امریکا د بریدونو لومړۍ څپې د همدغو ځواکونو ځایونه په نښه کړل.

امریکا ایران او ملاتړو ته يې روښانه پیغام ورکړ چې سرې کرښې یې ماتې کړې. که څه هم دواړه اړخونه وايي چې نه غواړي حالت لا خطرناک شي، خو په حساس او نازک حالت کې د مقابل اړخ ناسمه ارزونه مهم او عمده خطر دی او لا پر ځای دی.

اړوندې مقالې

Back to top button