دا ژوند زموږ تېرېږي په دنیا خاورې خځلې
چې دا ولې؟، نو دا ولې؟
په بېلو بېلو لارو لاړو د اسلافو له مسلکه
دا ځکه، نو دا ځکه
موږ ځمکه کې خښيږو خلک اوسي په اسمان
ښېرې شي که هر څومره پّه دعا یادوو ځان
اول حاجت روا وو اوس محتاج یو د جهان
د خاورو د خځلو شان پراته یو په ډېران
تېرېږي په دنیا مو زندهګي په غم لړلې
چې دا ولې؟ نو دا ولې؟
حکمت د دین حصه وه خو موږ وګڼله سپکه
دا ځکه، نو دا ځکه
په خدای او په رسول باندې ایمان لرو محکمه
لمونځونو په نفلونو یو د شپې ورځې اړمه
رکعت به پکې پاتې رانه پاتې نه شي قسم
په حج او روژو یو له یو بله مقدم
خو بیا مو هم د غم شپې په ښادۍ نشوې بدلې
چې دا ولې چې دا ولې
د ژوند په هر ډګر کې ورور له وروره کوي کرکه
دا ځکه، نو دا ځکه