خبرونهمقاله|تحلیل

په افغانستان کې د اقليمي بدلون پر موضوع درې ورځنی کنفرانس

داسې مهال چې افغانستان په نړیوال اقليمي بدلون کې له خپلې په نشت حساب برابرې ونډې سره د ناورین تر کچې د اقلیمي بدلون اغېزو ځپلی، په ختیځ ننګرهار پوهنتون کې درې ورځنی کنفرانس جوړ شوی. دا نه یوازې د علم، څېړنې او د اقلیمي بدلون د اغېزو په څېر مهمو موضوعاتو ته د منطقي لارو چارو موندلو په لور پام اړوي، بلکه نړیوالو ته هم وریادوي چې په ورته مهمو موضوعاتو کې يې افغانستان هېر کړی.

په دغه کنفرانس کې چې د خپل ډول لومړی دی چې په کې پر افغان ویناوالو سربېره له بهره هم کارپوهان ویناوې کوي، د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په ګډون د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو هم پر نړۍ، په تېره بیا په صنعتي هېوادونو غږ وکړ چې په اقلیمي بدلون کې د سترې ونډې له امله افغانستان ته د زیان بدل ورکړي.

د دغه کنفرانس یوه مهمه لاسته راوړنه به دغه ټکي ته پام ورګرځول دي چې افغانستان چې په اقليمي بدلون کې تر یوې سلنې هم لږ ونډه لري خو د نړۍ تر بل هر هېواد يې منفي اغېزو ډېر زیانمن کړی.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلون د برخې مشر روح الله امین په دغه کنفرانس کې د افغانستان اقلیم ته ور پېښودونکې ستونزې “خورا وېجاړونکې” بللې.  هغه زیاته کړه چې د افغانستان په تېره بیا سوېلي سیمو کې د اقليمي بدلون له امله تودوخه تر ۲.۴ درجې لوړه شوې او په اوسط ډول په افغانستان کې د تودوخې درجه ۱.۸ لوړه شوې.

په ۲۰۱‍۵م کال کې په پاریس کنفرانس کې د نړۍ مشرانو ژمنه کړې وه چې هڅه به کوي د اوږد مهال لپاره د تودوخې درجه له ټاکلي حد یعنې یو اعشاریه پنځه سانتي ګراد نه لوړه نه شي څو د هغو زیانونو مخه ونیول شي چې له دې برخې نړۍ ورسره مخ کېدونکې ده.

ښاغلی امین ویلي،‌ “د اقلمي بدلون له امله د ګرمۍ سختې څپې پر افغانستان راغلې، سیلابونه راوتلي دي، د کمسارو سیلابونو له امله د سلګونو میلیونو ډالرو تاوانونه هرکال اوړي.” افغانستان کې د اقليمي بدلون د ګڼو زیانونو تر منځ تر درې نيم مېلیون ډېر وګړي هم بې ځایه شوي.

د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر له نړیوالو غوښتي چې، صنعتي هېوادونه دې افغانستان ته د هغه څه “حق ورکړي” چې د صنعتي چارو له امله یې افغانستان ته زیان رسېدلی دی.‌

هغه زیاتوي، د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې یو میلیو خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي. د ده په وینا حکومت يې د اقلیمي بدلون د مخنیوي هڅو کې امر کړی چې په ټول هېواد کې ځنګلونه ونه وهل شي.

خو د دې تر څنګ دا هم باید هېره نشي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه ګڼې پروژې (بي بي سي ته يوې سرچينې دا پروژې ۳۲ ښودلې) هم ځنډلې دي.

پر دغو پروژو شاوخوا ۱۲۸ میلیونه ډالره لګول کېدل چې په مرسته یې په افغانستان د اقلیمي بدلون د مخنیوي او عامه پوهاوي لپاره هڅې کېدې.

په ننګرهار پوهنتون کې جوړ شوي دغه درې ورځني کنفرانس د کورنیو پوهانو تر څنګ به د شاوخوا شلو بهرنیو کارپوهانو مقالې هم ولوستل شي.  دغه کنفرانس ته له بهره په ورغلو کسانو د پاکستان،‌ هند او بریتانیا ځینې کارپوهان شامل دي.

دغه کنفرانس ته د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ډاکټر لطف الله خیرخواه هم وویل چې د کابل په ګډون نورو پوهنتونو کې هم پر ورته موضوعاتو نور کنفرانسونه هم په پلان کې لري.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې د اقلیمي بدلون له پلوه تر ټولو ډېر زيان‌منېدونکی دی.

په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ۲۸ کې د طالبانو حکومت استازو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

د طالبانو حکومت په رسمیت نه منل کېدو له امله افغانستان په مهمو نړیوالو غونډو کې له ګډونه بې برخې دی او د افغانستان لپاره د اقلیمي بدلون د مخنیوي هڅې ښايي‌ له همدې امله له لا ډېرو له ننګونو ډکې وي.

اړوندې مقالې

Back to top button