د دوحې ناسته او له افغانستان سره د نړۍ د چلند راتلونکی
داکتر صابر متین
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه ځانګړي دوه ورځني کنفرانس د افغانستان په اړه څو مهم ټکي روښانه کړل:
- لا هم د هغه بندون د ماتېدو فعالې هڅې روانې دي چې په نړیوال سیستم کې يې د افغانستان د مدغمېدو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل کېدو مخه نیولې.
- طالبان په دې ناسته کې په نه ګډون وښودله چې له نړۍ سره د خپلو توپیرونو په کمولو کې بیا بیا پاتې راځي او دا هر ډول حللارې سختوي.
- نړۍ، په تېره بیا د افغانستان په اړه، سره وېشلې ده او دا هم له افغانستان سره یو واحد چلند سختوي او حللارې هم پېچلې کوي.
- په سیمه او نړۍ کې د حالاتو چټک بدلون ښيي چې افغانستان په چټکۍ هغه فرصتونه له لاسه ورکوي چې زر تر زره په نړیوال سیستم کې مدغم شي او خپل اقتصاد، سیاست او ټولنیز موقف نورمال کړي. په دې اړه اوس لا ناوخته ښکاري.
د طالبانو د حکومت رسمیت؛ څوک باید بیړه ولري؟
ښکاري چې نړیواله ټولنه، په تېره بیا امریکا په نړیوال سیستم کې د افغانستان مدغمېدو او یا هم په رسمیت د طالبانو د حکومت منل کېدو ته هېڅ بیړه نه لري. دا د افغانستان اړتیا ده.
له نړۍ د رسمیت غوښتلو کې د طالبانو د حکومت لوړپوړي چارواکي بېلابېل نظرونه څرګندوي. له یوې خوا وايي چې شرایط یې پوره کړي او باید نړیوال یې په رسمیت وپېژني تر څو په نړیوال سیستم کې له مدغمېدو سره یې د بندیزونو لیرې کېدو په څېر ستونزې حل شي. خو له بلې خوا ادعا کوي چې دوی په رسمیت پېژندل کېدو ته بیړه نه لري.
دوی دا باور هم لري چې د سیمې یو شمېر هېوادونو د لویدیځ له ضده له دوی سره راشه درشه ډېره کړې او ښايي یو یې پښه وړاندې کړي او په رسمیت يې وپېژني او په دې ډول به لویدیځ هم اړ شي چې په رسمیت يې وپېژني. خو دا باور سم نه ښکاري، ځکه د چینې او روسیې په ګډون سیمه خپله هم د طالبانو له سرتمبګۍ، ځېل او نه اټکلېدونکو تګلارو په وېره کې دي او دومره ستر خطر نشي منلی.
پر دې ټولو سربېره د طالبانو په رسمیت منل امریکا یا ناټو ته ګټه نه رسوي نو چې داسې ده امریکا به د اوس لپاره یوازې وخت وژني او ګوري به چې طالبان څه بدلون کوي او روسیه او چین څومره له دغې ستونزې سره ستړي کېږي.
په داسې حال کې چې افغانستان په ډېرېدونکي ډول په نړیوال سیستم کې د نشتون له امله هره ورځ درنه بیه پرې کوي. له نړیوال تعامل، رسمیت، اقتصادي ادغام او نړیوال پرمختګ سره له یو ځای کېدو سره یې نه یوازې د راتلونکي ثبات تضمین ډېرولی شو بلکه تېرې وېجاړۍ یې جبرانولی شوې.
د افغانستان لپاره د نوي استازي پر ټاکلو اختلاف
د سیمې او نړیوالې ټولنې د دولتونو تر منځ د افغانستان په تړاو د دریځونو توپیر ډېر پراخ دی چې دې له افغانستان سره د همغږي چلند مخه نیولې. کله چې په امنیت شورا د افغانستان لپاره د یوه نوي ځانګړي استازي اړتیا تصویب کړه، روسیې او چین يې هلته برالا مخالفت وکړ. که څه هم دوی خپل مخالفت ته داسې رنګ ورکړ چې ګنې د طالبانو د حکومت د مخالفت په خاطر یې دوی هم مخالف دي خو چین او روسیه غواړي نور له افغانستان او سیمې د هر هغه نوښت لاس لنډ شي چې نوښت یې له لویدیځ یا حتی ملګرو ملتونو سره وي. دوی غواړي افغانستان سیمهييزو جوړښتونو او په تېره بیا روسیې او چین ته ورپاتې شي.
طالبانو د روسیې او چین د ملاتړ په ډاډ د ملګرو ملتونو د نوي استازي ګومارل کېدل رد کړل. له دغه استازي سره د دوی مخالفت څو لاملونه لرلی شي:
- دا چې نوی ځانګړی استازی به د افغانانو د خپلمنځي خبرو په راپیلولو سره د دوی اوسنی ملا او طالب چورلیځ حکومت لا ګوښه کړي.
- دا چې نوی استازی به له سیمې او نړۍ سره د طالبانو د همغږۍ د هڅو په پیلولو سره د طالبانو د دولت وړتیا وننګوي. که څه هم طالبانو په همدغه کنفرانس په نه ګډون سره ثابته کړه چې له سیمې او نړۍ سره رغنده ښکېلتیا او تعامل نشي کولی.
- دوی دا خبره هم کوي چې د ځانګړو استازو ګومارل سیمې ته بېرته د امریکا روایت ور وړل دي او دا چې ځانګړي استازي لویدیځې او ناکامې طرحې تحمیلوي.
خو امریکا، ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه په دې ټینګار کوي چې د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې باید دغه ګام واخیستل شي او نوی ځانګړی استازی وګومارل شي چې نه یوازې له طالبانو سره له نږدې کار وکړي بلکه له سیمې او نړۍ سره هم د افغانستان چارې همغږې کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د دغه کنفرانس په پای کې وویل چې د نوي ځانګړي استازي د ګومارلو لپاره د طالبانو په ګډون له بېلا بیلو افغان لورو سره د جدي سلامشورو بهیر سملاسي پیلوي.
هغه زیاته کړه چې دغه نوی ځانګړی استازی به نه یوازې په بېلو تعاملاتو او ښکېلتیا کې د همغږي کوونکي رول ولري، بلکې له طالبانو سره به له نږدې کار کوي.
طالبانو د افغانستان د نږدې څلوېښت مېلیوني نفوس برخلیک او نه جبرانېدونکي فرصتونه او راتلونکی له خپل بې باکانه چلند سره تړلي. ملګرو ملتونو، نړۍ او سیمې او ټولو ته ګرانه ده چې په داسې درنه بیه او درانه خطر بحثونو کې بې احتیاطي وکړي. دا کار لا سخت او پېچلی کوي او تر ټولو مهم دا چې د حللارو او له ستونزو وتل ځنډوي، په داسې حال کې چې له هرې تېرېدونکې شېبې سره له افغانانو ستر فرصتونه له لاسه وځي.