مور مې یادېږي ما له مور راولئ – د ممتاز اورکزي شعر د سجاد ګلرنګ په غږ
یا ور له ما بوځئ یا کور راولئ
مور مې یادېږي ماله مور راولئ
د زورورو ښار کې غلی ګرځم
ورور مې خبر کړئ زما ورور راولئ
لالي ته ووایئ ازل دې غواړي
که نه راتلو بیا یې په زور راولئ
…
چيغې په لالي پسې خوبونو کې وهم
دا شپېلۍ باید په لوړو غرونو کې وهم
ته خو څه سګرېټ او روپۍ نه يې له ما ورکه
تا پسې هم ګوتې په جېبونو کې وهم
ځار دې له نامې شمه حسین پکې راځي
ځان در پسې په ټولو ماتمونو کې وهم
یا عالمه وعالمه زه یم ستا په شان
نوم ممتازه لاس ډېرو کارونو کې وهم
….
ډېر په ځان ظالم وم، په ځان ګران ومه چې وم
زه هر يو کردار د خپل داستان ومه چې وم
ما لوېدلي قبر کې دفن کړئ مسلمانو
زه مالک د داسې يو مکان ومه چې وم
تا چې غاړه راکړه راته څو کلونه پس
بيا هم درته هغسې جانان ومه چې وم
څو دانې لونګ کفن کې هم راسره کېږدئ
سخت د لونګينو په ارمان ومه چی وم
ماته خو ممتازه هغه اوس هم آئينه وه
اوس هم ورته هغسې حيران ومه چې وم
….
لاسونه یې په مخ تمامه شپه راتېروم
ایمانه نن به بیا په یوه فتنه راتېروم
دې ښار کې عیاشي کېږي د مینې په نامه
په دې لاره چې ځمه ډېوه مړه راتېروم
خوشبو به دې بیا ټوله ټوله ورځ احساسوم
زلفانو نه دې یو تار په شلمه راتېروم
څادر یې په وجود را وخورومه وخت په وخت
یو ښکلی ځان سره لکه وسله راتېروم
….
خدای خو دې ستا نه مخکې ما مړ کړي
چې تا په ما پسې الله مړ کړي
زما یې لس زامن په جنګ کې مړه کړل
خدای خو دې یو زوی د ملا مړ کړي
دې رقیبانو له لاس مه ورکوه
تابه په ما، ما به په تا مړ کړي