تل مې په جنګ اړوي
تل مې په شور اړوي
ما په پېغور اړوي
بس خو څه کار راله ګوري
زړګی مې کار راله ګوري
زه خو به یې ډېره په اندازه ساتمه،
لکه ماشوم به یې دلاسه ساتمه
دا بیا فشار راله ګوري،
زړګی مې کار راله ګوري
ویمه چې کله مې له اختیاره وځي،
څه به د کاره شي چې له کاره وځي
منصور په دار راله ګوري
تا چې له ګل سره اغزي نه لیدل،
اقباله خپله ځان دې ستي نه لیدل
بس سور انګار راله ګوري
زړګی مې کار راله ګوري