تندی د ساقي تریو، تشې کاسې شوې، ځئ چې ځو
ناسویو پتنګانو، ډیوې مړې شوې، ځئ چې ځو
بې لارې و، په لار شو چې راهبر شو رانه ورک
موسکۍ راته له ورایه مرحلې شوې، ځئ چې ځو
یارانو په پښتون اشنا مې دا نه و ګمان
جرګې له نیمې لارې راستنې شوې، ځئ چې ځو
شاید غرور یې مات کا دا زموږ بلا نوشۍ
رندانو د ساقي چې سترګې سرې شوې، ځئ چې ځو
محفل ته رقیبان یې په خپل ځای راواستول
اوس جوړې نورې نورې تماشې شوې، ځئ چې ځو
تل ستوري رهبري کړي پکې کم دي غلچکي
جوپو تیرې له پاسه راخورې شوې، ځئ چې ځو
واعظ که راته نن کړي نصیحت په نوي رنګ
ملګرو دا کیسې خو اوس زړې شوې، ځئ چې ځو
شاید چې بله شوی ده ډیوه د میخانې
ماښام شو د اسمان لمنې سرې شوې، ځئ چې ځو
حمزه وایي بدل به کړي د وخت اکربکر
چې سترګې د حالاتو پوښتنې شوې، ځئ چې ځو
شاعر : امیر حمزه شینواری