سندرېشعرونه

زه پیدا کړی خدای آزاد یمه ملا مه کوه – ښکلې سندره

زه پیدا کړی خدای آزاد یمه ملا مه کوه

ته راته څه وایې چې هغه مه کوه دا مه کوه

ښارو ته وایه نغمې مه وایه ګناه مه کوه

چينار ته وایه له سیلۍ سره ګډا مه کوه

لمر ته هم وڅنډوه ګوته چې رڼا مه کوه

سپوږمۍ ته هم کړه سترګې برندې چې ځلا مه کوه

د چا د غاړې لونګین به وږمې نه خپروي

د چا د لاس بنګړو ته وایه چې شرنګا مه کوه

نغده بوسه اخله باور یې په سبا مه کوه

په محبت کې له هېچا سره نسیا مه کوه

امجده دا ولس کوي اجتماعي خودکشي

امجده دوی نه د ښې ورځې تمنا مه کوه

اړوندې مقالې

Back to top button