شعرونهغني خان

چې آدم خاورو کښې کښیني

سړیتوب چي لوړ اوچت شي لیونتوب شي
چـي خـودي د خوده اوځـي نـو خمـار شي
چي فـوالد د ویـني موړ په مینه مست شي
نــو حـیران او پـریشان تـار د سیتـار شي
چي ترې عشق او جانان دواړه وخت فنا کړي
هله پوی سړی پـه شان د ځان او یار شي
چي آدم خاورو کښی کښیني څه زرغون کړي
منجیله چـي په دولـت شي نـو ښامـار شي
مـاته حـوري غلـمان مـته څنډوه بس دی
په وهللا که بې له تا مـي په چا کـتار شي
دا چي نن پکښی زه مست او مغرور ګرځم
سبا خدی خـبر د چـا بـه دا ګلــزار شي
ستــا د مــرګــه نــه ییـریږمه پښتون یم
خومي تش ژوندون او خوشي مرګ ته قارشي
زړه کښي ډوب د وسوسو دریاب بهیږي
جوړ بــه کـله د امـید رنـګین ابشار شي
دا خپل زړه ستا بې پروا نظر ته ګوري
کــله کــله پـه ژړا کـله شاه تــار شي
ساز ژړا ده که مستي ده نه پوهیږم
هر آواز کله شي سوز کله چیغار شي

اړوندې مقالې

Back to top button