مقاله|تحلیل

د راډيويي خپرونو ډېرېدونکی اهمیت  

راډیو د معلوماتو خپرولو، د جګړې پارولو او سولې د هڅولو اغېزناکه لاره ده. هغه معلومات چې تر ټولنو رسېږي د خلکو د ذهنیت په جوړولو، اړولو، آرامولو یا لمسولو کې نېغ رول لرلی شي؛ چې دا ذهنیتونه په ټولیز ډول د جګړو، پرمختګونو، سولې او هوساینې یا هم د اوږدو ناورینونو لامل کېږي. راډیو له ګڼو سیالانو سره سره لا هم خپل ځای لري او اهمیت یې له پخوا د ډېرېدو په حال کې دی. پر انټرنټ د راډو اورېدل او لیدل کېدونکې یا ويژول رادیو هغه نوې لارې دي چې راډيويي خپرونو ته به ډېر ژر لا ډېر پلویان ورټول کړي.

د یوه خصوصي بنسټ موندنې ښيي چې په ۲۰۲۲ کې له ۱۸.۳۴ مېلیاردو ۱۹.۵۸ مېلیاردو ډالرو ته د راډیو د نړیوال بازار ارزښت لوړېدونکی دی، چې دا ۶.۸ سلنه کلنی ډېروالی ښيي. دا وده په ۲۰۲۶ کال کې ۲۳.۴۳ مېلیارده ډالره اټکل شوې. د راډیو د بازارموندنې په عوایدو کې د خدماتو او توکو اعلانونه مهمه برخه جوړوي، چې هم پکې د خپرونو له لارې د دغو اعلاناتو خپرېدل راځي او هم پکې پرلیکه او یا هم د سټلایټ راډیو له لارې د اعلاناتو او مشهورتیاوو خپرېدل شامل دي. د ریپورټ لېنکر راپور (د رادیو د مشهورتیاوو د نړیوال بازار د ۲۰۲۲ راپور) وايي که څه هم د مشهورتیاوو د خپرولو تازه لارې لکه انټرنټ او ډیجیټل نړۍ د ودې په حال کې دي خو راډیو د یوې مؤثرې آلې په توګه خپل ځای ساتلی دی.

پخوا به تر ډېره سترې راډیوګانې کارېدې چې د وخت په تېرېدو پکې ډېر بدلونونه راغلل

د کورونا ویروس د خپرېدو له امله راډیويي خپرونې هم اغېزمنې شوې خو د نورو وسایلو پرتله یې تر ډېره خپل ځای وساته، ځکه خپروونکو له کوره د کار کولو او یا هم د راډيويي خپرونو د چمتو کولو او تر اورېدونکو یې ور رسولو کې آسانۍ دا برخه د معلوماتو د خپرولو تر نورو برخو ډېره وساتله.

افغانستان ته راډیو لومړی ځل په ۱۹۲۵ کال د شاه امان الله خان په وخت کې راغله او له کابله یې خپرونې پیل کړې. په ۱۹۲۷ د راډیو سټېشن د کابل په پول هرتال کې فعالیت کاوه. خو په ۱۹۲۹ کال کې د شاه او د هغه وخت د پرمختګونو په خلاف راپورته شوي بغاوت دغه راډيويي سټېشن هم ونړاوه. په ۱۹۴۱ کال کې بیا جرمني په پل باغ عمومي کې د یوې مجهزې راډیو د جوړېدو مرسته وکړه. په ۱۹۴۹ کال کې داسې راډیوګانې چې د موټر په بېټرۍ یې کار کولی شو افغانستان ته واردې شوې خو یوازې تر لسو کسانو پورې ورته راډیوګانو ته لاسرسی درلود. خو ورو ورو افغانستان ته هم د راډيويي خپرونو او هم د راډیو د اورېدو وسایلو لاره ومونده. د شوروي د یرغل او بیا وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم د راډیو رول جوت او خلکو تر ډېره له همدې لارې معلومات تر لاسه کول. پر افغانستان متمرکز د نړیوالو رسنیو لکه د بي بي سي خپرونې هم دغه مهال افغانستان ته ور وغځېدې. حتی طالبانو هم د شریعت غږ په نامه د راډيو د چلولو او تر نن ورځې له دغې وسیلې د استفادې هڅه وکړه.

اوس نه یوازې چې راډیو د پخوا په څېر په کلیو او ښارونو کې په پراخه کچه کارېږي، پر لیکه راډيويي خپرونې یا پر انټرنټ خپرېدونکې راډیوګانې او د دغو راډیوګانو د مطالبو پر لیکه لوستل هم تر پخوا ډېر دود شوي.

په نړیواله کچه بیا په راډیويي خپرونو کې د راغلو بدلونونو مهم یو یې د ډيجيټل موډېرېټور کارېدل دي چې راډیويي څپې په بشپړ صاف ډول تر اورېدونکو رسوي. په ۲۰۲۱ کال کې په برېتانیا کې د راډیو د اورېدونکو ۶۸ سلنه شاوخوا ډيجيټل راډیو کاروي.

د ډيجيټل راډیو په اړه د نور احمد عایل لنډه لیکنه دلته ولولئ:

ډيجيټل راډيو څه شی ده؟

زموږ عام افغانان خو ډيجيټل راډيو هغې راډيو ته وايي چې په نمبرو باندې سټېشنونه راښيي خو اصلاً ډيجيټل راډيو څه شي ته وايي؟!
د راډيويي خپرونو د براډکاسټ نوی سيستم DAB يا Digital Audio Broadcasting چې ډيجيټل راډيو په نامه هم يادېږي د غږ د خپرېدا يو نوی سټنډرډ دی چې انالوګ غږ ډيجيټل ته اړوي د غږ له ACC فرمټ څخه چې ډېره بهترين او ښه کوالټي غږ دی کار پکې اخيستل شوی دی، ددې راډيوګانو غږ د ايف ايم او اې ايم په پرتله ډېر زيات په ښه کوالټي او فول ايچ ډي دی، زنګا بنګا نه وي پکې ، برېښنا يې هم د چېنل د غږ صاف والی نشي خرابولی او هم يې دېوال ،ودانۍ او لرې والی هم سينګل نشي کمزوری کولای خو د دا ډول راډيويي سټېشنونو د اورېدلو لپاره ځانګړو راډيوګانو ته چې (DAB او DAB+) بلل کېږي اړتيا ده چې تاسې پکې دا ډيجيټل راډيوګانې واورئ؛ د کوچني سکرين له لارې کله چې تاسې په سټېشن پسې ګرځئ بېلابېل راډيويي سټېشنونه اتومات درته راځي او کولای شې په يوه فريکوينسي باندې څو چېنلونه چې په بېلابېلو موضوع ګانو وي ونيسئ ، همدارنګه هغه خپرونه ، چلونکی او مېلمه هم کله چې راډيو ونيسې د څپو لاندې ورسره ليکلي وي چې کوربانه څوک دي؟ او د اړيکې نمبر یې هم (که کوربنو غوښتي وي) په سکرین راځي چې اړيکه ورسره ونيسئ. حتی هغه سندره چې اورئ یې د سندرغاړي نوم، البوم او نور مشخصات یې هم د راډيو په کوچني سکرين په ليکلې بڼه ليدلی شئ. هغه خپرونه چې اورئ یې خپرونه سټاپ کولای او بيرته له هغه ځايه هم پلې کولای شئ، پخوانۍ خپرونه يې هم اورېدلی شئ، راډيوګانې يې له انټرنېټ سره هم وصل کېږي او انټرنېټي راډيوګانې هم پرې اورېدلئ شئ.
د ډيجيټل راډيو سټېشنونو د اورېدو لپاره بايد ډيجيټل راډيو په کور کې ولرئ ، دا د نن سبا ايف ايم راډيوګانې یې نه نيسي خو دا ډيجيټل راډيوګانې بيا ايف ايم او اې ايم سټېشنونه رانيولی شي.
ډيجيټل راډيوخپرونې په نړۍ کې له ۱۹۹۵ زېږدي کال څخه راپیل شوې ده. بي بي سي، او سويډن راډيو لومړني هغه و چې په ډيجيټل ډول یې راډيويي خپرونې پيل کړې.
په ۲۰۰۷ زېږدي کال کې په دې ډيجيټل راډيوخپرونو کې نور پرمختګ رامنځ ته شو نو DAB+. ته پورته شوه.
د نړۍ څه باندې دېرشو هېوادونو کې دا ډول راډيوګانې فعالې دي لکه: ناروې، برتانيا، استراليآ،ايټاليا، مالټا، سويټزرلېنډ، نېدرلېنډ، او جرمني.
موږ او زموږ د شاوخوا هېوادونه د هند او ايران په شمول دا ډول ډيجيټل راډيو سټېشنونه نه لري.
ياده دې وي چې د راډيوګانو بيه یې دې عادي راډيوګانو په پرتله د کيفيت په لحاظ ډېره جګه ده.

راډيويي خپرونې چې پر هر ځای او هر ډول شرایطو کې په لږو امکاناتو اورېدل کېږي د معلوماتو د تر لاسه کولو تر ټولو اغېزناکه لاره ده. په افغانستان کې چې هم راډیوګانې او هم ځیرک مبایلونونه اوس هر ځای شته د ځايي راډيويي خپرونو تر څنګ نړیوالې خپرونې او د نورو ژبو خپرونې هم د اورېدو وړ دي. انټرنټ راډیوګانې بله ښېګڼه چې لري دا ده چې ډېرې ګټورې خپرونې یې د پاډکسټ په بڼه پر وېبسایتونو موندل کېږي او هر وخت د اورېدو وړ وي. د معلوماتو د ډېرولو تر څنګ د ژبو په زده کړو کې هم د راډیو اورېدل مهم رول لوبولی شي.

بورجل هڅه کړې چې بېلابېلې راډيويي خپرونې او پاډکسټونه را یو ځای کړي تر څو په یوه کلېک د لاسرسي وړ وي. پر دغه لېنک يې موندلی شئ.

http://boorjal.com/radios/

اړوندې مقالې

Back to top button