شعر: بهلول ملنګ
سندرغاړی: رحمان ګل مروت
زما د زړه ستا د نظر نقصان به ولې کېدو
تا که خندلي نه وی دا تاوان به ولې کېدو
په هره خوله که تذکرې نه وی دا ستا د حسن
زما د عشق ذکر په هر میدان به ولې کېدو
تا که د خپل تار تار اوربل نمایش نه غوښتلی
نن ویر زما د تار په تار ګرېوان به ولې کېدو
که مې په خپله عیان کړی نه وی راز د مینې
په هر محفل کې ستا زما بیان به ولې کېدو