دا ژوندون دی دوه ورځې، خلاص به شي او تېر به شي
دا غني به خاورې شي، ورک به شي او هېر به شي
دا شونډې تودې خوږې، دا د غم صنم قصې
دا کاروان روان روان، ځي په مخه تېر به شي
….
ژوند او قرار، اور او اوبه دي
نه به یو ځای شي، نه یو ځای کېږي
تیاره او نور، یو د بل جوړ دي
هسې به تېره شي، دا چې تېرېږي
لکه د سیند د ژوند، هم یوه لار ده
کله په غره کې، کله ميدان کې
بنده عجب دی، عجب پیدا دی
کور يې په خاورو کې، ځای يې اسمان کې
….
ستورو ته آسمان کې یوه ورځ وویل هلال – خدای آدم له مینه ورکړه موږ له تش جمال
زه به په خندا ورکړم دا خپل ښایست و جمال – ماله که یو څاڅکی مینه راکړي څوک په سوال
مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت ده – حسن له زوال شته، مینه نه لري زوال
….
جامونه ډک کړئ، زړونه مستانه
کاروان روان دی، جرس غږیږي
شونډو له شونډې، د مستۍ یوسئ
سبا راتلونکی دی، مجلس خورېږي
ژوند او قرار، اور او اوبه دي
نه به یو ځای شي، نه یو ځای کېږي