زه یم ناست ځان له جانان یو تصور کې جوړومه
کله یې سترگې تورومه، کله یې شونډې ښکولومه
زه یم ناست د غم په هار کې د رڼا بڅري پېیم
خم د رنگ کې لا خمار شته زه ترې لپې ډکومه
د سخي گوتو دي ځار شم څنگه ښکلی وېش دې وکه
زه یو څاڅکی خو ځیگر کښې دریابونه گرزومه
زر او زور او تخت دی واخیست، خیشت نظر او خیال دې راکه
د سورو په سور طوفان کښی دی کړه ډوبه لوږه طمعه
دا یو غم د وېشه پاتي چېرته پچ تیاره کی ناست و
رو رو پټ می زړه له راغی لکه مار د ښکار په سمه
په دې هرڅه دي رضا یم د اللونو زرو خانه
غم څه مرگ می هم قبول دی په خندا یې قبلومه
تا خو تا اور اورکی یو د سرور ماته بښلی
ځکه زه دې تور محل کښی خپل خوبونه بلومه
خلق وایی الړ بوډا شو غنی خپلی مستۍ وخوړ
زه یم ناست د یار وېښتو کی د نرگس گلونه ږدمه
مرگه زه چېرته وروکېږه زه ال نه یمه وزگار
خم د رنگ کښی لا خمار شته زه ترې لپی ډکومه